Official Web

د نړيوالو رسنيو ډيالوګ د امريکا په شيکاګو ښار کې تر سره شو

د نړيوالو رسنيو ډيالوګ په ځايي وخت د مارچ په ۱۳مه نېټه د امريکا د شيکاګو په پوهنتون کې تر سره شو او د دغه فعالیت اصلي موضوع ” په چین کې پانګه اچونه او پراختیا شریکول” دي. دغه فعالیت د چين د مډیا ګروپ په کوربه توب او په امریکا کې د چين د سوداګرۍ د عمومي ټولنې د شيکاګو څانګې په همکارۍ جوړ شوی. د چين د مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او په امريکا کې د چين سفير شي فنګ دې ډيالوګ کې ويډيويي ويناوې وکړې. په چين کې د امريکا د پخواني سفير ماکس باکوس په شمول د امريکا د سياسي، سوداګريزو او علمي برخو شاوخوا سلو مېلمنو په دغه فعالیت کې ګډون کړی و. ګډوالو مېلمنو د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ، د ښوونې او روزنې په برخو کې د راکړو ورکړو او په چيني بازار کې د فرصتونو او نورو موضوعاتو په اړه تاوده بحثونه وکړل. دوی په اتفاق سره د چين د لوړ کيفيت لرونکي اقتصادي پرمختګ لپاره د روښانه امکاناتو ستاينه وکړه او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او کلتوري تبادلې پراخې فضا ته سترګې په لار دي.